ads

اتمر: پر فلسطین د اسراییلو بریدونه اسلامي نړۍ ته د منلو نه دي

بهرنیو چارو وزارت وایي، دا ناسته چې د ویډیویي کنفرانس له لارې ترسره شوه، د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یو خپلواک دولت په توګه د فلسطین له مشروع حق څخه د ملاتړ ډاډ څرګند کړ.

محمدخان بریال
27 غویی 1400
اتمر: پر فلسطین د اسراییلو بریدونه اسلامي نړۍ ته د منلو نه دي
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې اتمر د فلسطین هېواد پر ځینو برخو د اسراییلو دولت بریدونه په سختو ټکو غندلي او د فلسطین له خلکو سره یې د افغانانو پیوستون په ډاګه کړی.
خبرپاڼه زیاتوي، د بهرنیو چارو وزیر د فلسطین هېواد اوسنی حالت د اسلامي نړۍ پر وړاندې ستره ننګوونه بللې او دا څه یې له نړیوالو پرېکړه لیکونو سرغړونه یاده کړې ده.
بلخوا، د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر پر ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د اسرایيلو د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره اقدام وکړي.
د یادولو وړ ده چې له اوو ورځو راهیسې د فلسطین پر غزې سیمې د اسراییلو دولت له لوري پراخه بریدونه شوي چې پر مها یې تر ۱۰۰ ډېر کسان وژل شوي او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA