ads

کابل ته د وارداتي برېښنا مزي ونښلول شول

د برېښنا شرکت ویاند سنګر نیازي د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، د کابل برېښنا تخنیکي ټیم پر دې توانېدلی چې د ۱۷مې ناحیې په مربوطاتو کې طلایي ښارګوټي ته نېږدې د وارداتي برېښنا مزي د لنډمهال لپاره ورغوي.

محمدخان بریال
26 غویی 1400
کابل ته د وارداتي برېښنا مزي ونښلول شول

دی زیاتوي، د وارداتي برېښنا یوه پایه وړمه شپه په بمونو الوزول شوې وه چې له امله یې اته ولایتونه له برېښنا بې برخې وو او نن د لنډمهال لپاره د دې برېښنا مزی ونښلول شول.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، د کابل په کلکان ولسوالۍ کې هم د بلې ړنګې شوې برېښنا ستنې رغېدو چارې په چټکۍ روانې دي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برېښنا ۱۳ ستنې ویجاړې شوې دي.
برېښنا شرکت له امنیتي بنسټو غوښتنه کوي چې د برېښنا ستنو امنیت ته جدي پام وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA