ads

په کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړ

د کابل امنیتي چارواکي د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې د چاودنې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
26 غویی 1400
په کابل کې چاودنې یو تن ټپي کړ

د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د یکشنبې په ورځ کلید ته وویل، نن سهار اووه بجې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دشت بډولې په سیمه کې پر لارۍ موټر ماین چاودنه کړې.
هغه زیاتوي، په دې پېښه کې یو تن ټپي شوی او د درمنلې لپاره روغتون ته وړل شوی دی.
د فرامرز په خبره، دا ماین له پخوا زمانې په همدې سیمه کې پاتې شوی و.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ هم د کابل ښار په سروبي ولسوالۍ کې د ټرافیکو پر موټر په ماین چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي وو.
د دغو چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA