د دې قول اردو په خبرپاڼه کې راغلي، دغه عملیات د مرکز لښکرګاه، ناوې او نهرسراج ولسوالیو په لویدیځو برخو کې پیل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، په دغو عملیاتو کې تر اوسه ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
همدارنګه د دغو عملياتو په ترڅ کې د ماين جوړونې یوه ډيپو، ۱۴ کړۍ ماينونه او ۵۰ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي هم له منځه وړل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه ناوخته د افغان حکومت او طالبانو درې ورځنی اوربند پایته ورسېد.
افغان حکومت د طالبانو له لوري په ځینو برخو کې د اوربند ماتېدو خبر هم ورکړی، خو طالبانو د اوربند ماتېدو پړه پر طالبانو اچوي.


