هغه زیاته کړه چې د یو افغان د وینې توییدو په بدل کې به د لسو پاکستانیانو وینې تویوي او د ایران او اسلام اباد پر وړاندې به یې جګړه دوام وکړي.
بلخوا، د هرات د ولایتي شورا یو پخواني غړي تورمحمد ظریفي کلید ته وویل، که دولت سم مدیریت وکړي، د طالبانو له انشعابي ډلې د امنیت په ټینګېدو کې ګټه اخیستلی شي.
ملا منان نیازی د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال و چې د شنبې په ورځ یې د ټپو له کبله ساه ورکړه.
د نوموړي جنازه د هرات د ګازرګاه په سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.


