هغه زیاته کړې، حکومت د جګړې پایته رسېدو او سولې راتګ ته ژمن دی، خو په خبره یې، طالبانو تر اوسه په دې برخه کې خپله ژمنتیا نه ده ثابته کړې.
نوموړي پر طالبانو غږ کړی چې جګړه ودروي او د سولې خبرو ته رامخکې شي.
د ارګ خبرپاڼه وایي، جمهور رییس له قومي مشرانو وغوښتل چې طالبان سولې ته وهڅوي او هغوی اړ کړي چې په لویه جرګه کې مخامخ خبرو ته کېني.
جمهور رییس پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې تر اوږده ځنډ وروسته وړمه ورځ په دوحه کې د سولې د مرکچي پلاویو تر منځ کتنه وشوه.
په دې کتنه کې پرېکړه شوې چې تر اختر وروسته به د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته دوام ورکوي.


