ads

د برېښنا ستنو نړېدو په تړاو څلور تنه نیول شوي

کورنیو چارو وزارت په کابل او د هېواد په نورو برخو کې د برېښنا پایو نړېدو په تور د څلور تنو د نیولو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
26 غویی 1400
د برېښنا ستنو نړېدو په تړاو څلور تنه نیول شوي
د دغه وزارت د ویاند مرستیال حمید روشن وایي، افغان سرتېري پر دې توانېدلي چې د برېښنا ستنو نړېدو په تړاو څلور تنه ونیسي.
دی زیاتوي، له نیول شوو کسانو څېړنې روانې دي او په وینا یې، د دغه جنایت له ترسره کوونکو سره به قانوني چلند وشي.
امنیتي چارواکي د برېښنا ستنو نړول د طالبانو کار بولي او زیاتوي چې تر دې وړاندې هم دې ډلې د برېښنا پایو په ویجاړېدو کې لاس درلود.
خو طالبان بیا د برېښنا ستنو په نړېدو کې خپل لاس درلودل ردوي.
د یادولو وړ ده چې په تېرو دوو اونیو کې په ټول هېواد کې د برېښنا ۱۳ پایې نړول شوې دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA