که څه هم افغان حکومت ویلي چې په هېواد کې تلپاتې اوربند ته اړتیا ده، خو طالبانو بیا ځینو رسنیو ته څرګنده کړې چې د اوربند غځېدو په تړاو دوی کوم تصمیم نه لري.
په ورته وخت کې جمهور رییس محمد اشرف غني د قول اردو ګانو له قومندانانو سره په ټلیفوني اړیکه کې هغوی ته امر کړی چې د طالبانو د بیا ځلې بریدونو لپاره پوره چمتوالی ولري.
د قول اردو ګانو قومندانانو جمهور رییس ته ډاډ ورکړی چې که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، د هېواد په هره برخه کې به وځپل شي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم کلید ته وویل چې اعلان شوی اوربند درې ورځې و او تېره شپه ناوخته پایته رسېدلی دی.
هغه زیاتوي چې افغان حکومت د هلمند په ګډون په ډېرو ولایتونو کې اوربند مات کړی او خپلو کلابندو پوستو ته یې د تجهیزاتو د لېږد هڅه کړې.
خو افغان حکومت بیا طالبان ملامتوي چې د کاپیسا په ګډون یې په ګڼو نورو ولایتونو کې پر افغان سرتېرو بریدونه کړي.


