ads

په کاپیسا کې څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته

د کاپیسا ولایت امنیتي چارواکي د طالبانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې د څلور امنیتي سرتېرو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

محمدخان بریال
25 غویی 1400
په کاپیسا کې څلورو سرتېرو ته مرګ ژوبله واوښته
PAV de jonquille en vallée de Tagab, sur la MSR vermont passe le convoi.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند عبدالشایق شورش کلید ته وویل، پرون ۱۱ بجې او ۳۰ دقیقې د افغان سرتېرو پر هغه کاروان ماین چاودنه وشوه چې له اله سای ولسوالۍ څخه د تګاب ولسوالۍ قورغل او عیسی خېلو سیمې ته خپل مرکز ته د راتګ په حال کې و.
په دې چاودنه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی، درې ټپیان او هاموي ټانګ یې له منځه وړل شوي دی.
دی زیاتوي، تر چاودنې وروسته طالبانو اوربند مات کړ او د ملا عوض او ملا مرتضی په نومونو دوو طالب مشرانو د افغان سرتېرو پر پوسته برید وکړ، چې تر ناوخته یې دوام درلود.
په ورته وخت کې د ارزګان مرکز ترینکوټ اړوند په خانقا سیمه کې هم د طالبانو له لوري د اوربند ماتېدو خبر ورکړل شوی.
د دغه ولایت امنیتي چارواکي وایي، په همدې سیمه کې د طالبانو په برید کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان حکومت او طالبانو له لوري د اعلان شوي اوربند درېیمه ورځ ده.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA