نن سهار مهال نهه بجې په سروبي ولسوالۍ کې د ټرافیکو پر رنجر موټر په ماین چاودنه کې درې تنه ټپیان شوي.
د امنیه قومندانۍ ویاند فردوس فرامرز د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په ټپیانو کې یو پولیس او دوه ملکي وګړي شامل دي، چې تر ټپي کېدو وروسته روغتون ته وړل شوي دي.
تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.
د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د کابل په شکر درې ولسوالۍ کې هم په یو مسجد کې د چاودنې له امله ۱۲ ملکي وګړي ووژل شول او ۱۵ نور ټپیان شول.


