هغه زیاته کړې چې د سولې او دښمنۍ مسله د پاکستان په لاس کې ده.
د ده په خبره، پاکستان د طالبانو مالي ملاتړ کوي، په همغه هېواد کې یې جلب او جذب ترسره کېږي، هلته د کوېټې، پېښور او میرانشاه په نومونو د هغوی شوراګانې شتون لري او لوړ پوړي مشران یې هملته اوسېږي.
جمهور رییس په افغان سوله کې د پاکستان د رول په اړه ویلي چې د دغه هېواد د پوځ لوی درستیز کابل ته د راتګ پر مهال څرګنده کړې چې د طالبانو اسلامي امارت د پاکستان په ګډون د هېچا په ګټه نه دی.
د تېرې دوشنبې په ورځ د پاکستان د پوځ لوی درستیز، د «ای ایس ای» ريیس او د بریټانیا د پوځ لوی درستیز کابل ته راغلل او دلته یې د جمهور رییس غني په ګډون له نورو چارواکو سره هم وکتل.
ویل کېږي چې بریتانیا او امریکا په ګډه هڅه پیل کړې، څو د افغانستان او پاکستان ترمنځ یوه امنیتي هوکړه لاسلیک شي.


