ads

نا پېژندو وسله والو په هلمند کې ښوونځي ته اور ورته کړی

د هلمند امنیتي چارواکي ادعا کوي چې د دغه ولایت د نهرسراج ولسوالۍ په سمینار سیمه کې ناپېژندو وسله والو تېره شپه یو ښوونځي ته اور ورته کړی دی.

محمدخان بریال
25 غویی 1400
نا پېژندو وسله والو په هلمند کې ښوونځي ته اور ورته کړی

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ ویاند زمان همدرد د شنبې په ورځ کلید ته وویل، په دغه ښوونځي کې سلګونه هلکانو او نجونو زده کړې کولې چې تر دې وروسته له زده کړو بې برخې شول.
تر اوسه معلومه نه ده چې ښوونځی د چا له لوري سوزول شوی او د یاد ولایت د پوهنې ریاست له خوا هم دا مسله تایید شوې ده.
د هلمند د پوهنې رییس داود شاه صفاري بیا کلید ته وویل چې په همدې سیمه کې په یو کرایي کور کې د ښوونځي څو فرشونه سوزل شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې ورته پېښې رامنځته شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA