ads

د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د برېښنا ستنه نړول شوې

د افغانستان برېښنا شرکت وایي، د لومړنیو معلوماتو له مخې، د ۱۷مې ناحیې اړوند د منشي میرغلام په ښارګوټي کې د چاودنې له امله د وارداتي برېښنا یوه ستنه نړېدلې ده.

محمدخان بریال
25 غویی 1400
د کابل په ۱۷مه ناحیه کې د برېښنا ستنه نړول شوې

سرچینه زیاتوي، د دوی تخنیکي ټیم سیمې ته رسېدلی او هڅه کوي چې د امنیتي حالت په ښه کېدو سره د یادې ستنې د رغېدو چارې پیل کړي.
تر دې وړاندې د کابل په کلکان ولسوالۍ کې هم د برېښنا ستنې په ماین چاودنو کې ویجاړې شوې وې.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دوو وروستیو اونیو کې د برېښنا ۱۳ ستنې نړول شوې دي.
تر اوسه د برېښنا ستنو نړېدو مسولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA