یو شمېر رسمي سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، کلید ته د نوموړي وژل کېدل تایید کړل، خو په دې اړه یې له ډېرو جزیاتو ورکولو ډډه وکړه.
په ورته وخت کې یو شمېر نورې سرچینې بیا وایي، ملا منان نیازی پر همغه ورځ د درملنې لپاره کابل ته راوړل شوی و.
د ویلو ده چې د تېرې سه شنبې په ورځ په نښته کې د هغه درې ساتونکي هم وژل شوي وو.
ملا منان د ملا محمد رسول په مشرۍ د طالبانو د بېلې شوې ډلې مرستیال و چې د ملا هیبت الله اخوند په رهبرۍ یې د طالبانو له ډلې سره مخالفت درلود او وخت نا وخته یې تر منځ وسله والې نښتې هم کېدې.
تر اوسه د ملا رسول ډلې په رسمي ډول د هغه مړینه نه ده تایید کړې.


