ads

جمهور رییس غني او بلېنکن ټلیفوني خبرې کړې

جمهوري ریاست وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني پرون ناوخته د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلېنکن سره ټلیفوني خبرې وکړې.

محمدخان بریال
25 غویی 1400
جمهور رییس غني او بلېنکن ټلیفوني خبرې کړې

د ارګ له لوري خپره شوې خبرپاڼه وایي، په دغو ټلیفوني خبرو کې انتوني بلېنکن افغان حکومت ته په نظامي، پراختیایي، اقتصادي او بشري برخو کې د مرستو ډاډ ورکړی.
بلېنکن زیاته کړې چې امریکا له افغانستان سره پیاړو او تلپاتې اړیکو ساتلو ته ژمنه ده.
جمهور رییس غني بیا ویلي چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به د ده ټول تمرکز د امریکا، ناټو او افغان حکومت تر منځ د نوي فصل پر مدیریت وي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د دغو ټلیفوني خبرو په پای کې دواړو لورو د سولې پر پروسې، په دې برخه کې د امریکا د ډیپلوماسۍ پر رول او سیمه‌ییزې اجماع هم بحث وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې د امریکا او ناټو د پرېکړې له مخې، د سپټمبر تر ۱۱مې ټول بهرني سرتېري افغانستان پرېږدي، چې دغه بهیر د مې میاشتې له لومړۍ نېټې پیل شوی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA