ads

تر اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د دوام پرېکړه شوې

تر اوږده ځنډ وروسته په دوحه کې د افغانستان د سولې مرکچي پلاویو تر منځ پرون مازدیګرمهال ناسته ترسره شوه.

محمدخان بریال
25 غویی 1400
تر اختر وروسته د بین الافغاني مذاکراتو د دوام پرېکړه شوې

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي، په دې ناسته کې عبدالسلام رحیمي، فاطمې ګیلاني او د مقابل لوري په استازیتوب ملا برادر او یو شمېر نورو طالب استازو ګډون درلود.
سرچینه زیاتوي، په ترسره شوې ناسته کې د اختر د مبارکۍ تر څنګ د هېواد پر روان امنیتي حالت او د سولې مذاکراتو پر چټکتیا خبرې وشوې.
دواړو لورو پرېکړه کړې چې تر اختر وروسته به مذکراتو ته دوام ورکوي.
په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکتر محمد نعیم هم دا خبره تایید کړې ده.
هغه زیاتوي، د مرکچي پلاویو تر منځ په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې تر اختر وروسته به په دوحه کې د سولې پیل شوي مذاکرات دوام وکړي.
د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي پر داسې مهال کتنه کوي چې ټاکل شوې تر اختر وروسته په ترکیه کې هم د سولې په تړاو ناسته ترسره شي، چې دې ناستې ته طالب او حکومتي مشران بلل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA