ads

افغان حکومت پر فلسطین د اسراییلو بریدونه غندلي

د افغانستان د بهرنیو وزارت وایي، د دغه وزارت وزیر محمد حنیف اتمر د فلسطین د بهرنیو چارو له وزیر ریاض المالکي سره په تلیفوني خبرو کې پر دغه هېواد د اسراییلو دولت هوایي بریدونه په سختو ټکو غندلي دي.

محمدخان بریال
25 غویی 1400
افغان حکومت پر فلسطین د اسراییلو بریدونه غندلي
ده زیاته کړې چې دا بریدونه اسلامي نړۍ ته د منلو وړ نه دي او د ژر تر ژره درېدو غوښتنه یې کړې ده.
اتمر په فلسطین کې د لسګونه فلسطنیانو د وژل کېدو او ټپي کېدو له امله له خپل سیال سره د جمهور ریس غني د خواخوږۍ پیغام هم شریک کړی دی.
نوموړي د فلسطین حکومت ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت د یو خپلواک دولت لپاره د فلسطین د خلکو له مشروع حق څخه ملاتړ کوي.
د یادولو وړ ده چې له تېرو پنځو ورځو راهیسې پر غزې د اسراییلو د هوایي بریدونو له امله ۱۲۲ فلسطیني وګړي وژل شوي او ۹۰۰ نور ټپیان شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA