نوموړي د اختر د مبارکۍ په مناسبت یوه پیغام کې ویلي، افغانان جګړې ډېر اغېزمن کړي او په خورا وېره کې ژوند کوي، نو اړتیا ده چې جګړه پای ته ورسي.
نوموړي همدارنګه ویلي، د لسیزو بې باوري او غوسه ختمول اسان کار نه دی، خو افغانستان کې د مخکې تګ یوازېنۍ اخلاقي او عملي لار دا ده چې سوله وشي.
خلیلزاد پر ښکېلو خواو غږ کړی چې له غچ اخیستلو څخه ډډه وکړي او د دې لپاره دې د تېرو وختونو مخالفتونو هیر شي.
خلیلزاد دا خبرې داسې مهال کوي، چې جمهور رییس محمد اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ وویل، طالبانو د سولې لپاره غوره فرصت ترلاسه کړی او له دې غوره فرصت نشي ترلاسه کولای.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


