له دې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جنرال عبدالنبي الهام کلونه کلونه په بېلابېلو نظامي برخو کې په ميړانه او زړورتیا سره د خپلې خاورې او ملت ته نه ستړي کېدونکې هلې ځلې وکړې
خبرپاڼه زیاتوي جنرال عبدالنبي الهام د هلمند د والي په توګه ددې ولايت په ټولو چارو کي له هيڅ ډول سختیو ډډه نه وه کړې او ورسپارل شوی مسوولیت یې په ښه شکل سره مخ ته وړی و.
دا چې جنرال عبدالنبي الهام کومه ناروغي لرله تر اوسه په دې تړاو جزییات نه دي ورکړل شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

