ads

جمهوررییس غني: لیلیې باید غیر سیاسي او ملي وي

ارګ وایي، جمهوررییس محمداشرف غني پرون ماښام د کابل ښار لېسو او پوهنتونو د لیلیو یو شمېر زده کوونکو او محصلینو سره د اختر مبارکۍ پر مهال وویل، لیلیې باید غیر سیاسي، غیرنظامي او مطلقې ملي وي.

شمس الرحمن شمس
24 غویی 1400
جمهوررییس غني: لیلیې باید غیر سیاسي او ملي وي
محمد اشرف غني

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس محصلینو او زده کوونکو سره د لیدنې په ترڅ کې اړوند ادارو ته سپارښتنه وکړه، چې د لیلیو د ستونزو د حل په موخه دې خپلې برنامې، تحلیلونه او مشخص وړاندیزونه شریک کړي، څو د حل په برخه کې یې اقدام وشي.

جمهور رییس همدرانګه په ټینګار سره وویل، لیلیې باید غیرسیاسي ، غیرنظامي او مطلقې ملي وي او د قواعدو او مقرراتو په اساس مدیریت شي.

جمهور رییس غني یو ځل بیا د افغانانو پر یووالي ټینګار وکړ او زیاته کړه،کله چې اتفاق او اتحاد وي، هیڅوک افغانان ماتولی نشي.

جمهوررئیس دېته په اشارې چې له دې وروسته د سولې مالکیت او مدیریت افغاني دی او زموږ په اراده او طرحه به مخته ځي وویل، نن باید ځوان نسل د یووالي، له اساسي قانون، ټاکنو او جمهوریت څخه د ملاتړ غږ تر پخوا زیات لوړ کړي.

دا خبرې داسې مهال کېږي چې جمهور رییس غني تېره ورځ پر طالبانو غږ وکړ چې جګړې د خبرو له لارې پای ته ورسوي او د ټاکنو له لارې دې واک ترلاسه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA