ads

د کابل په شکر دره کې چاودنې ۲۷ تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز کلید ته وویل، چاودنه نن ماښپښین یوه او ۳۰ دقیقې د شکر درې ولسوالۍ قلعه مراد بیک سیمه کې د حاجي بخشي جومات پر لمونځ کوونکو شوې چې له کبله یې ۱۲ تنه وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

نویسنده: shams
24 غویی 1400
د کابل په شکر دره کې چاودنې ۲۷ تنو لمونځ کوونکو ته مرګ ژوبله واړوله

د فرامرز په خبره په وژل شویو کې د جومات امام مفتي نعمان هم شامل دی.

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ په کندهار او کندز ولایتونو کې هم چاودنې وشوې چې په ترڅ کې نهه تنه ووژل شول او ۱۷تنه نور ټپیان شول.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA