د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي کلید ته وویل، لومړۍ چاودنه نن سهار لس او ۱۵دقیقې د میوند ولسوالۍ بازار کې شوې چې په پایله کې یې پنځو تنو ملکي وګړو ژوند بایللی دی، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومانې شاملې دي.
بارکزی زیاتوی دویمه چادنه، د سهار نهه نیمې بجې د پنجوایی ولسوالۍ د صالحانو په سیمه کی پر یو عراده ټکسي موتر شوې چې په نتیجه کې دوه تنه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نورټپیان شوي دي.
تر اوسه د دواړو چاودنو مسوولیت کومې وسلوالې دلې نه دی منلی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


