ads

په کندز کې ماین چاودنې دوه تنه ماشومان ووژل

د کندز سیمه ییز چارواکي په دغه ولایت کې د یوې چاودنې په ترڅ کې د ۱۶ ملکي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي.

شمس الرحمن شمس
23 غویی 1400
په کندز کې ماین چاودنې دوه تنه ماشومان ووژل

د یاد ولایت د والي ویاند عصمت الله مرادي کلید ته وویل، نن سهار شاوخوا یوولس بجې د کندوز ښار د هزاره ګانو په سردوره ښارګوټي کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې پکې دوه تنه ماشومان وژل شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي.

د نوموړي په خبره د پېښې په اړه پلټنې پیل شوې دي

تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې نه دی منلی.

دا په داسې حال کې ده چې نن د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د اوربند لومړۍ ورځ او دواړو خواوو هېوادوالو ته د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA