ads

د ملی امنیت سلاکار، حمدالله محب د ننګرهار امنیتي وضعیت وارزوه

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار، حمدالله محب د اختر تر لمانځه وروسته د امنیتي وضعیت د ارزونې په هدف ننګرها ر ته سفر وکړ او هلته یې د یاد ولایت والي او امنیتي چارواکو سره ولیدل.

شمس الرحمن شمس
23 غویی 1400
د ملی امنیت سلاکار، حمدالله محب د ننګرهار امنیتي وضعیت وارزوه

له د افغانستان د امنیت شورا څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې حمدالله محب ننګرهار ته په رسېدو سره د یاد ولایت له والي ضیاالحق امرخېل او یو شمېر نورو امنیتي چارواکو سره ناسته کړې او د امنیتي وضعیت په تړاو ورسره غږېدلی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، د ملي امنیت سلاکار امنیتي مسوولین ته خبرو کې وویل، خلک له حکومته د امنیت د تامین توقع لري نو اړتیا ده چې د خلکو د ځان، مال، عزت، تاریخ او ابرو د ساتنې لپاره له ټولو موجودو امکاناتو کار واخېستل شي.

نوموړي همدارنګه په خپلو خبرو کې زیاته کړه ننۍ جنګ د افغانستان د خاورې او خلکو د ساتنې او بقا په خاطر دی او د دې لپاره د دیني عالمانو او فرهنګیانو رول مهم دی.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب دا خبرې داسې مهال کوي چې نن د هېواد په دوو ولایتونو کندهار او کندز کې د چاودنو له کبله یو شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته، په داسې حال چې د افغان حکومت او طالبانوترمنځ د اختر په مناسبت د اوربند لومړۍ ورځ پیل شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA