وسلوالو طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د اختر په مناسبت درې ورځنی اوربند اعلان کړی، چې په ځواب کې جمهور رییس محمد اشرف غني هم افغان ځواکونو ته سپارښتنه وکړه چې اوربند مراعت کړي.
جمهور رییس محمد اشرف غني همدارنګه له طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته رواګرځي او له جګړې لاس واخلي.
بل لور ته د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې د اختر ورځو لپاره یې بشپړ امنیتي تدابیر نیولي او له هېوادوالو یې غوښتي چې ډاډمنه فضا کې اختر ولمانځي.
د کورنیو چارو وزارت چارواکي وایي، تر دا مهال د هېواد له هېڅ برخې کومه امنیتي پېښه نه ده ثبت شوې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

