د دغه شرکت ویاند سنګر نیازی وایي، تخنیکي ډله د یادې پایې د ترمیم لپاره رسېدلې ده او ژر به یاده ستونزه هواره کړي.
نوموړی همدارنګه وویل، یو تن کار کوونکی یې د پایې د جوړلو پر مهال د ماین چاودنې له امله سخت ټپي شوی، چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
د یادونې وړ ده چې تر دې پېښې دمخه په روانه اوونۍ کې هم دغې ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو لهخوا د برېښنا دوه ستنې په بمونو الوزول شوې وې چې لا یې هم د رغونې چارې په بشپړه توګه پای ته نهدي رسېدلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

