ads

د خوست ټولګټو چارو ریاست ساختماني وسایل سوځېدلي

د خوست دولتي چارواکي وایي، تېره شپه د خوست د ټولګټو چارو ریاست د موټرو په تم ځای کې اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې له کبله یې ګڼ موټر او په سیمه کې شته ودانۍ سوځېدلې دي.

بختاجان بختیار
22 غویی 1400
د خوست ټولګټو چارو ریاست ساختماني وسایل سوځېدلي

د خوست د ټولګټو چارو مسولین وایي چې پدې اورلګېدنه کې ۱۰ عرادې ساختماني وسایل سوځېدلي چې ۹ یې د ټولګټو چارو ریاست او یو بل د یو تن هیوادوال شخصي موټر دی.

په ورته مهال د خوست د والي ویاند طالب منګل کلید سره په خبرو کې وویل چې خوست والي د اورلګېدنې له سیمې لیدنه وکړه او د اور لګېدنې د علت او زیان معلومولو لپاره یې دوو جلا کمیسیونو ته دندې سپارلې.

تراوسه معلومه نه ده چې یاده اورلګېدنې د څه شي له کبله رامنځ ته شوې، خو د یادونې ده چې پدې وروستیو کې د هرات او کابل په ګډون په یو شمیر ولایتونو کې اورلګېدنې زیاتې شوې چې د ځاني تلفاتو ترڅنګ ډير مالي تلفات هم له ځانو سره لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA