په هېواد کې ۳۷۰ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۳ زره او ۸۸ تنو ته ورسېد.