ads

ننګرهار کې پر ملکي وګړو ماین چاودنه کړې

شېرزادو ولسوالۍ کې ماین چاودنې ۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ایمل عزیزي
22 غویی 1400
ننګرهار کې پر ملکي وګړو ماین چاودنه کړې

د شېرزادو ولسوال شېرحسن کمالزي کلید ته وویل، نن سهار شاوخوا شپږ بجې د شېرزادو ولسوالۍ په طوطو سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري د سرک غاړې ځای پر ځای شوي ماین د ملکي وګړو پر سراچه ډوله موټر چاودنه کړې، چې له امله یې دوه ملکي وګړي وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

تراوسه د یادې پېښې مسولیت چا نه دی منلی

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA