ads

ملاعبدالمنان نیازی په یوه وسلوال برید کې ټپي شوی

د طالبانو د جلاشوې ډلې مشر، ملاعبدالمنان نیازی تېره شپه د هرات ګذرې ولسوالۍ په میر داود سیمه کې له یوه وسلوال برید سره مخ شوی چې د برید په پایله کې نوموړی ټپي شوی او اوس د هرات په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

شمس الرحمن شمس
22 غویی 1400
ملاعبدالمنان نیازی په یوه وسلوال برید کې ټپي شوی

 د ملاعبدالمنان نیازي ملګرو رسنیو ته ویلي چې، هغه اوس مهال د هرات په یوه روغتون کې بستر دی او روغتیایي وضعیت یې د ډاډ وړ دی.

تر دې دمه په هرات کې ځایی او امنیتی چارواکو د برید په اړه څه نه دي ویلي.

تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د برید مسوولیت نه دی منلی.

ملا عبدالمنان نیازی د ملا محمد رسول په مشرۍ د طلایی څانګې مرستیال او د ملا هیبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالبانو مخالف دی او وخت نا وخت دواړو ډلو ترمنځ جګړې رامنځته کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA