ads

عبدالرحمن طارق: د نرخ ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده

د میدان وردګ ولایت والي عبدالرحمن طارق کلید ته وویل، د یوه سازش له کبله د نرخ ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده او افغان پولیسو له ولسوالۍ شاتګ کړی دی.

شمس الرحمن شمس
22 غویی 1400
عبدالرحمن طارق: د نرخ ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده

د نوموړي په خبره دا ولسوالۍ له څو ورځو راهیسې د وسلوالو طالبانو له سختو بریدونو سره مخ وه.

دی زیاتوي افغان پولیسو تکتیکي شاتک کړی او د طالبانو د بریدونو له کبله یاده ولسوالي له زیان سره مخ شوې ده.

وسلوال طالبان بیا وایي، د میدان وردګ ولایت په نرخ ولسوالۍ کې افغان پولیسو ته مرګ ژوبله اړولې او د یادې ولسوالۍ ټولې وسلې، مهمات او نظامي وسائط د دوی لاس ته ورغلي دي.

د افغانستان دفاع وزارت بیا نرخ ولسوالۍ ته د کمانډو ځواکونو د لېږلو خبر ورکوِ او وایي ډېر ژبه به یاده ولسوالي د وسلوالو طالبانو له شتون څخه پاکه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA