د خوست امنیه قومندان پاسوال داود امين وايي، اخترمحمد شاهين د تڼيو ولسوالۍ اړونده سيمه کې له کمین سره مخ شوی چې په پایله کې یې خپله شاهین او درې تنه نور وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره په وژل شوو کې د شاهین ترڅنګ د هغه یو زوی او کاکا هم شامل دي او یو بل نږدې خپلوان يې ټپي دی.
وسلوالو طالبانو د برید مسوولیت منلی.
د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي،چې ملګرو یې پرون مازدیګر د خوست ولایت تڼیو ولسوالۍ ورژلي سیمه کې د پکتیا ولایت پخوانی امنیه قوماندان اخترم محمد شاهین له درې نورو ساتونو سره وژل شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


