ads

وحید مجروح: هېوادوال دې د کرونا ویروس پر وړاندې جدي اوسي

د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، د کورونا ویروس درېیمه څپه پیل شوې او د مثبتو پېښو شمېر یوځل بیا په لوړېدو دی، چې د هېوادوالو لږه بېغوري بدې پایلې رامنځته کولای شي.

شمس الرحمن شمس
22 غویی 1400
وحید مجروح: هېوادوال دې د کرونا ویروس پر وړاندې جدي اوسي

د دغه وزارت سپرست وزیر وحید مجروح د چهارشنبې ورځ په یوې خبرې غونډه کې وویل، په افغانستان کې د کورونا ویروس درېیمه څپه داسې مهال پیلېږي چې هېوادوال کوچني اختر ته شېبې شماري.

نوموړي په خپلو خبرو کې وویل، که لږه بېغوري وشي؛ نو د کورونا ویروس د درېیمې څپې کابو کول به خورا ګران شي.

د روغتیا وزارت سرپرست وزیر له هېوادوالو وغوښتل چې د اختر په ورځ کې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي او له ګڼې ګوڼې څخه ځان وساتي.

دا په داسې حال کې چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۷۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي دي او په دې موده کې ترې ۱۲تنه مړه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA