ads

جمهور رییس غني له حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره لیدلي

ارګ وایي، جمهور رییس محمد اشرف غني تېر ماسخوتن له حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې ورسره خبرې کړې دي.

شمس الرحمن شمس
22 غویی 1400
جمهور رییس غني له حامد کرزي او ګلبدین حکمتیار سره لیدلي

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهوررئیس غني، د مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي په کور کې له نوموړي او د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار سره په کتنه کې د ملي اجماع د پیاوړتیا او د پایداره او عادلانه سولې په اړه د یادو مشرانو مشورې واورېدې او د راتلونکو اقداماتو په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني تېره ورځ له طالبانو وغوښتل چې په لویه جرګه کې له افغانانو سره د خبرو لپاره حاضر شي او د یو بل په منلو سره دې روانه جګړه پای ته ورسوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA