د دغه وزارت ویاند طارق ارین وایي، که څه هم وسلوالو طالبانو د اختر په ورځو کې د اوربند اعلان کړی، خو بیا هم افغان ځواکونو د هېواد په ټولو ولایتونو کې د تېر په څېر د اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیولي دي.
نوموړي هېوادوالو ته ډاډ ورکړی چې په ډاډه زړه دې د اختر ورځې ونمانځي او په دې برخه کې دې هېڅ ډول اندېښنه نه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت او طالبانو دواړو د اختر په مناسبت د اوبند اعلان کړی او هېوادوالو ته یې د ډاډمن امنیت ډاډ ورکړی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

