ads

په کندهار کې چاودنې درې ماین لېږدوونکي وژلي

د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت د ښار پنځمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې پر هغو درې کسانو چاودنه شوې، چې غوښتل یې په یوه سوزکي موټر کې بل ځای ته ماینونه انتقال کړي.

تاج محمد ساحل
21 غویی 1400
په کندهار کې چاودنې درې ماین لېږدوونکي وژلي

د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزی  وایی، پېښه نن سهار مهال رامنځته شوې او په وینا یې پېښه کې درې کسان چې ماینونه یې انتقالول وژل شوي

بارکزی زیاتوي د دې ترڅنګ نن سهار لس نیمي بجې د کندهار ښار په هرات بازار کي د غلچکي بریدګرو او پولیسو ترمنځ نښته شوې، چې پکې یو بریدګر او یو پولیس  وژل شوي.

تر اوسه د پېښې مسوولیت کومې وسلوالې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA