د خوست امنیه قومندان پاوسوال محمد داوود امین وایي، وژل شوي کسان ملکيان دي، چې هېڅ دولتي دندې یې نه درلودې، خو په وینا یې یو تن وژل شوی پخوانی نظامي وو، چې اوس مهال یې کومه دنده نه درلوده.
هغه زیاتوي چې سیمه کې امنیتي مسولینو پلټنې روانې کړې دي.
د یادونې ده چې له تېرو څو ورځو راپدې خوا په خوست کې د هدفي وژنو لړۍ تېزه شوې چې دې کار خلک هم اندېښمن کړي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

