نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې افغانانو د روان تاوتریخوالي له کبله لوړه بیه پرې کړې او په ورستیو اونیو کې ډېرې بدې پېښې وشوې.
نوموړي ویلي، افغانان د سیاسي جوړ جاړي، دایمي اوربند مستحق دي او باید دایمي اوربند ته زمینه برابره شي.
خلیلزاد د سولې خبرو د ګړندۍ کېدو او د روانې جګړې د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده او په وینا یې افغانان د سولې هیله لري چې په دې برخه کې امریکا د دوی ملاتړ کوي.
دا په داسې حال کې ده چې جمهور رییس غني تېره ورځ د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره په خبرو کې ویلي، د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی، افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
د یادونې وړ ده چې افغان حکومت او طالبانو د اختر په درناوي دري ورځنی اوبند اعلان کړی، خو افغان ولس له دواړو خواوو غواړي چې دایمي اوربند وکړي او خبرې پیل کړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

