له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې جمهور رییس غني په دې لیدنه کې د سولې پروسې، د افغانستان او پاکستان دوه اړخیزه اړیکو، په سولې پروسه کې د پاکستان د رول او په افغانستان کې د تاوتریخوالي ختمولو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي جمهوررئیس غني په ټینګار سره ویلي، چې د افغانستان جګړه نظامي حل لار نه لري او د طالبانو ټینګار پر پوځي حل لارې افغانانو ته د منلو نه دی او افغان ولس د بحث او مذاکراتو له لارې د عادلانه او تلپاتې سولې غوښتونکي دي.
جمهوررییس غني د دواړو هیوادونو ثبات د یوه بل مرتبط وباله او په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د تامین په برخه کې یې د پاکستان د موثر رول غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله هم د پاکستان له لوی درستیز باجوه سره لیدلي او پر یو لړ موضوعاتو یې خبرې کړې دي.
د مصالحې عالي شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې جنرال باجوه له عبدالله سره په خبرو کې ټینګار کړی چې پاکستان په افغانستان کې د روانو حالاتو حل د خبرو له لارې شونی بولي.
د نوموړي په باور سیاسي حللاره او خبرې کولای شي د افغانستان راتلونکی وټاکي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


