جمهور رییس وویل، تاریخ ثابته کړې چې افغانان هېڅ وخت زور ته نه دي تسلیم شوي او نه تسلیمېږي؛ خو په نرمه یې هرڅه منلی شي.
جمهور رییس غني د طالبانو له لنډ مهاله اوربند څخه هرکلی وکړ، خو زیاته یې کړه چې یاده ډله ولې له اوربند څخه وېره لري .
«د درې ورځې اوربند نه موږ هرکلی کوو، موږ همېشه د اوربند دوامداره اعلان کړی، اما ولې له خپل ولسه ډارېږئ، ولې خپلو خلکو ته هدایت ورکوئ، چې له خپلو هېوادوالو سره ګډ نه شي، څه نه ډارېږئ، جوماتو راځۍ، له جوماته ډارېږئ چې خلکو سره لمونځ وکړئ، له وطنداره ډارېږئ چې ورسره غږېږئ؟»
جمهوررئیس غني همدارنګه وویل، د سولې اصلي لار داده چې په لویه جرګه کې یو بل ته قناعت ورکړو او په وژلو، خبرابیو او ورانولو څه نه جوړېږي.
« د سولې اصلي لاره څه ده؟ راشئ لویه جرګه کې کېنئ چې یو بل ته قناعت ورکړو، که افغانان یې او مسلمانان یاست باید یو بل ومنئ»
جمهور رییس غني دا خبرې داسې مهال کوي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکراتو بهیر په ټپه ولاړ دی او د دواړو خواوو ترمنځ جګړې تر بل هر وخت زور اخیستی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


