ads

ارپایي ټولنې له افغانانو سره د غمشریکۍ په خاطر خپل بېرغ ښکته کړی

ارپایي ټولنې په افغانستان کې د کابل، لوګر او د ورته نورو ورستیو خونړیو پېښو له کبله افغان ولس سره غمشریکي کړې ده او د دې لپاره یې نن (سه شنبه) خپل بېرغ ښکته کړی دی.

شمس الرحمن شمس
21 غویی 1400
ارپایي ټولنې له افغانانو سره د غمشریکۍ په خاطر خپل بېرغ ښکته کړی

یادې ټولنې پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، د کابل په دشت برچي، پُل علم او وروستیو نورو خونړیو پېښو له قرباني شویو کورنیو او افغان ولس سره غمشریکی په خاطر خپل بېرغ ښکته کوو.

دوی لیکلي، افغانستان کې د سولې د راتګ لپاره د افغانانو د خلکو ترڅنګ ولاړ  دي او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو د دوام خبر ورکړی.

دا په داسې حال کې ده چې نن (سه شنبه) جمهور رییس غني د کابل او لوګر ولایت ورستیو خونړیو پېښو د قرباني شویو کسانو په خاطر په هېواد کې د ملي ماتم اعلان کړی.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د روژې له پیله تر ۲۸مه پورې ۱۳۰ امنيتي پېښې شوي او له امله یې ۲۲۰ تنه وژل شوي او ۵۰۰ نور ټپيان شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA