ads

په هېواد کې ۳۴۰ نور کسان پر کورونا اخته شوي

روغتیا وزارت خبر ورکوي چې په تېرو ۲۴ساعتونو کې د کورونا ویروس ۳۴۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې په دې سره په ټول هېواد کې پر کویډ ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۶۲ زره او ۴۰۳ تنو ته ورسېد.

شمس الرحمن شمس
20 غویی 1400
په هېواد کې ۳۴۰ نور کسان پر کورونا اخته شوي

د دغه وزارت د ویاند مرستیال میرویس علی زی وایي، په یاده موده کې له دې وبا څخه ۱۲ تنه مړه شوي او ۱۵۰ تنه بیا ترې روغ شوي، چې په دې سره د مړو شمېر ۲۷۱۰ او د رغېدلو کسانو شمېر ۵۴ زره او ۳۸۲ تنو ته ورسېد.

روغتیایي چارواکې وایي، کویډ ۱۹ ناروغي لاهم جدي ګواښ ده او هېوادوال باید روغتیایي لارښوونو ته پام وکړي.

دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راښکاره شوه چې تر اوسه یې د نړۍ په ډېر شمېر هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA