ads

په زابل ولایت کې چاودنې ۱۱ تنه مسافر وژلي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، تېره شپه د زابل ولایت شهر صفا ولسوالۍ کې د مسافرو پر ۴۰۴ډوله موټر د سړک غاړې ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې ده چې له کبله یې مسافرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

شمس الرحمن شمس
20 غویی 1400
په زابل ولایت کې چاودنې ۱۱ تنه مسافر وژلي

د دغه وزارت ویاند طارق ارین نور جزییات نه دي ورکړي، خو په زابل ولایت کې روغتیایي چارواکي وایي، د تېرې شپې چاودنې له کبله ۱۱ مسافر وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA