ننګرهار کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی دی

د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار اتمې ناحيې مربوطاتو کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی حسن الرحمن چې په امنيتي ځواکونو او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو یې د برید پلان درلود موخې ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی دی.