ads

ننګرهار کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی دی

د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د جلال اباد ښار اتمې ناحيې مربوطاتو کې د عملیاتو پرمهال د وسله والو طالبانو پاکستانی غړی حسن الرحمن چې په امنيتي ځواکونو او د ګڼې ګوڼې پر ځایونو یې د برید پلان درلود موخې ته له رسېدو وړاندې ژوندی نیولی دی.

ایمل عزیزي
20 غویی 1400
ننګرهار کې ملي امنیت یو ځانمرګی بریدګر ژوندی نیولی دی

 سرچینې زیاته کړې چې نیول شوي بریدګر اعتراف کړی، چې د پاکستان د کراچۍ ښار اوسېدونکی دی او هلته په يوې مدرسې کې د طالبانو په ليکو کې تر جذب وروسته جلال اباد ښار ته د ځانمرګي بريد په موخه انتقال شوی دی.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA