طالبانو د اختر په درېيو ورځو کې اوربند اعلان کړی

 د دې ډلې د قطر دفتر وياند ډاکتر محمد نعيم رسنيو ته په رالېږلې اعلاميه کې ويلي چې په دغو درېيو ورځو کې به د دوی هر ډول تعرضي عمليات ودرول شي.