د طالبانو په اعلامیه کې دا هم ویل شوي، که په طالبانو برید وشو له ځان به دفاع وکړي.
په اعلامیه کې طالب جنګیالیو ته سپارښتنه شوې چې د افغان حکومت تر واک لاندې سیمو ته له تګ څخه ډډه وکړي او همدارنګه یې ترې غوښتي؛ حکومتي اشخاصو ته اجازه نشته چې د دوی تر واک لاندې سیمو ته ورشي.
د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په ۲۰۱۸ کال کې د لومړي ځل لپاره دواړو خواوو سراسري اوربند کړی و چې دواړو خواوو جنګیالیو د یو بل تر واک لاندې سیمو کې د اختر شپې ورځې تېرې کړې.
په ورته مهال د مصالحې د عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د طالبانو له لوري د اختر په درېيو ورځو کې اوربند غوره ګام بللی، خو وایي، د روانې جګړې د حل يوازنۍ لاره تلپاتې اوربند دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

