د پاکستان لوی درستیز داسې مهال کابل ته راځي، چې په هېواد کې تاوتریخوالی تر بل هر وخت زیات شوی او هره ورځ په لسګونه افغانان د جګړې قرباني پرېکوي.
لا تر اوسه معلومه نه ده چې باجوه به له افغان چارواکو سره په کومو موضوعاتو خبرې وکړي،خو تر دې وړاندې افغان چارواکو تل له پاکستانه غوښتي چې له خپل نفوذه په استفادې طالبان د تاوتریخوالي کمښت ته وهڅوي.
بل لور ته بیا پاکستان تل افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې د افغان سولې بهیر کې به خپل رغنده رول لوبوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

