ads

جمهور رییس غني د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړ

جمهور رییس غني د شنبې مازدیګر د کابل ښار د ۱۳مې امنیتي حوزې اړوند په برچي سيمه کې د سيد الشهدا مکتب مخې ته د چاودنو له کبله د ملکي وګړو د درنې مرګ ژوبلې او په لوګر کې د خونړي برید په خاطر په هېواد کې د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړ.

نویسنده: shams
20 غویی 1400
جمهور رییس غني د سې شنبې ورځ ملي ماتم اعلان کړ

جمهور رییس غني په یوې ویډیوي پیغام کې د پېښې د غندلو ترڅنګ د قرباني شویو کسانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او یاده پېښه یې له ټولو اسلامي اصولو خلاف او د بشريت ضد جنایت وباله.

جمهور رییس غني همداراز وویل چې د وژل شویو او ټپيانو له کورنیو سره به نغدي مرستې وشي او هم به د دشت برچي د سیمې د خلکو د امنیت لپاره د سیمې له خلکو په سلا مشورې وشي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل دشتی برچي سیمه کې د خونړي برید له کبله تر ۵۰ ډېر ملکي وګړي او د ښوونځي زده کوونکي ووژل  او ۱۰۰ نور ټپیان شوي دي.

که څه هم افغان حکومت دا د وسله والو طالبانو کار بولي، خو دې ډلې شوی برید محکوم کړی او خپل لاس درلودل یې پکې رد کړي دي، خو بلې ډلې هم د برید مسوولیت نه دی منلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA