د جمهوري ریاست مرستیالې ویاندې فاطمې مُرچل کلید ته وویل، جمهور رییس غني د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې د طالبانو د اوربند له اعلان څخه خبر دی، خو په وینا یې د جمهور رییس غني او د افغان ولس ټینګار پر واقعي او دایمي اوربند دی.
د نوموړې په خبره تاوتریخوالی، د ملکي وګړو قتل او وژنه، د زیربناوو او عامه ځایونو ویجاړول نه یواځې د اختر، بلکې په نورو ورځو کې هم شرعي جواز نه لري.
اوس چې بین المللي قواوې له افغانستان څخه وځي او معتبرې دیني مراجع او د اسلامي نړۍ علماپه افغانستان کې جګړه د دیني لارښوونو خلاف بولي، طالبان د افغانانو د وژلو د دوام لپاره هیڅ راز شرعي دلیل نه لري.
جمهور رییس غني پر طالبانو غږ کړی چې د دایمي اوربند لپاره د خلکو برحقه غوښتنې ته لبیک ووایي او د مذاکراتو مېز ته ور وګرځي، ترڅو خلک د عادلانه او تلپاتې سولې په فضا کې خپل اساسي حق ته چې ژوند کول دي، ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د اختر په درېیو ورځو کې به اوربند کوي او د دوی هر ډول تعرضي عملیات به ودرل شي.
د یادونې وړ ده چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په ۲۰۱۸ کال کې د لومړي ځل لپاره دواړو خواوو سراسري اوربند کړی و چې دواړو خواوو د یو بل تر واک لاندې سیمو کې د اختر شپې ورځې تېرې کړې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

